کابل کې؛ پولیسو ۳۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخ کې د څو عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له یاد شمېر کسانو سره یوه اندازه چرس، شیشه، تریاک، الکولي څښاک او نشه یي ګولۍ نیول شوي دي.