کابل ښار کې د ګرځبندیز او نظم په تړاو غونډه وشوه

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳۱ - ۱۰:۴۷
01

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په کابل ښار کې د ګرځبندیز، د ترافیکي وضعیت د ښه والي او همداراز د ځمکې له غصب څخه د مخنیوي، د خوراکي توکو د بیو د کنټرول او احتکار څخه د مخنیوي په تړاو غونډه وکړه.
پدې غونډه کې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سربېره؛ د کابل والي محمد یعقوب حیدري، کابل ښاروال داوود سلطان زوی، د امنیه قومندانۍ سرپرست سمونوال محمد نبي بیان او امنیت رییس هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو سرپرست  وزیر محمد مسعود اندرابي د کابل امنیتي ټیم سره ژمنه وکړه، چې پولیس به د ګرځبندیز، ترافیک د تطبیق او نورو اړینو برخو کې له دوی سره پوره همکاري وکړي او په اړوند برخو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
محمد مسعود اندرابي له کابل ښاریانو هم غوښتنه وکړه، څو ګرځبندیز په جدي توګه په پام کې ونیسي او په ښار کې له اړتیا پرته تګ راتګ څخه ډډه وکړي.