کابل ښار کې د دشت برچي پر سل بستریز ملي روغتون ترورېستي برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
1

نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې درې وسله‌والو ترهګرو بریدګرو د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د دشت برچي پر سل بستریز ملي روغتون ترورېستي برید ترسره کړ.
د برید په لومړیو شېبو کې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د پېښې سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د ملکي خلکو د ژغورنې او سیمې د چاڼ په موخه یې عملیات پیل کړل، چې په پایله کې يې درې ترهګر بریدګر ووژل او د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو په ګډون یې څه باندې ۱۰۰ تنه ملکیان وژغورل.
په ژورې خواشینۍ سره چې د دې برید له امله د ښځو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي شهیدان شوي او د ماشومانو، ښځو او روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د دې برید په لړ کې د ملي پولیسو یو منسوب شهید شوی او دوه نور یې برسېرن ژوبل شوي دي.
ترهګرو ډلو د جګړې په ډګرونو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې او د خپلو ماتو د پټولو له امله عامه تاسیسات او ملکي خلک په نښه کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت دا بشر ضد جنایت په ککو ټکو غندي او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړي، څو دا جنایت په جدي ډول وڅاري.