کابل ښار ته د سلګونو بېاسناده وسایطو د ننوتلو مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو د کابل ښار په ارغندي او سنګنوشته دروازو کې د ۴۱۸ عرادو هغو وسایطو د ننوتلو مخه ونیوله چې قانوني اسناد یې نه لرل.
همدارنګه، ۱۱۱ عرادې نور هغه وسایط چې د کابل ښار په دننه کې بې له قانوني اسنادو ګرځېدل، د عامه نظم پولیسو لخوا درول شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
د عامه نظم پولیسو رییس ملا عبدالرحیم ظهیر د دې بهیر پر دوام ټینګار کوي او وایي:
"د عامه نظم پولیس په جدي توګه هڅه کوي چې د بېاسناده وسایطو د تګ راتګ مخه ونیسي او د هېوادوالو امنیت خوندي کړي."