کابل او نیمروز کې؛ ۲۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق، پلور او کارونې په تړاو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۶
fsff

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل په مرکز او ولسوالیو کې د څو  جلا عملیاتو په مهال ۲۱ تنه د نشه یي توکو د قاچاق، پلور او کارونې په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۷ کیلو شیشه، څه باندې ۱۷ زره نشه یي ګولۍ، یوه اندازه چرس، هیرویین او الکولي څښاک هم ترلاسه شوي دي.

همداراز پولیسو د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې یو تن له دوه زره او ۲۰۰ د ټابلیټ کا نشه یي ګولیو، یو کیلو اپینو او یو کیلو درملو سره چې په یو موټر کې یې ځای پرځای کړي وو، نیولی دی.