کابل او نیمروز کې؛ څه باندې ۴۶ زره  نشه يي ګولۍ کشف او ترلاسه شوي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۲:۵۹
aasdfa

د نیمرزو ولایت نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیاتو په ترڅ کې یو تن د ۴۲ زرو په اندازه له نشه يي ګولیو سره ددغه ولایت په مربوطاتو کې نېولی دی.
همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه د ۴ زرو او ۲۰۰ نشه يي ګولیو (زیکپ) د لېږد په تړاو د  کابل ښار په درېیمه او اتمه حوزه کې نېولي دي.