کابل او تخار کې ۲۹ کیلوګرامه تریاک او څه باندې دوه زره نشهيي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو، یو کس هغه مهال نیولی چې ۲۹ کیلوګرامه تریاک یې په یو موټر کې په مهارت ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې قاچاق یې کړي. په ورته مهال، امنیتي منسوبینو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه له دوه زره او ۳۶۵ نشهيي ټابلیټونو سره نیولي دي.