کابل، بدخشان او کندوز کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۹:۵۲

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، بدخشان او کندوز ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه د "چرسو او هیرویینو" د قاچاق، د فیض‌اباد – تخار پر لویه لار او د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې پنځه تنه له ۳۱ کیلوګرامه "تریاکو او هیرویینو" سره او همدارنګه په کندوز ښار کې هم یو کس د څه باندې دوه کیلوګرامه "تریاکو" د قاچاق او بل کس د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.