څلور تنه د غیرقانوني وسلو د ساتنې او د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په تړاو نیول شوي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۰:۸
4

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار، لوګر او کندز ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د غیرقانوني وسلو او نشه يي توکو د ساتنې او پلور او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د ترسراوي په تړاو نیولي دي.
له دې منځه یو کس د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ له اړوند سیمو له دوه میله وسلو؛ یو تن د څو کیلو ګرامه نشه يي توکو، یو میل وسلې او مهماتو سره د ننګرهار ولایت له اچین ولسوالۍ؛ یو تن د کندز ولایت د مرکز له اړوند سیمو له یو میل وسلې سره او همداراز یو تن د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د یادونې ده چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د مرکز له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.