څلورو ولایتونو کې پولیسو ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په سمنګان، پکتیا، نیمروز او هرات ولایتونو کې د غلا، قاچاق او ناقانونه ښکار په تړاو ۲۷ تنه نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لمنځه، ۱۲ تنه په سمنګان، اته تنه په پکتیا، څلور تنه په نیمروز او درې تنه نور د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.