څلورو ولایتونو کې پولیسو ۱۷ کیلو ګرامه تریاک کشف کړي او اته تنه نیولي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۰
sadfasd

د کورنیو چارو وزارت نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو درې تنه په کونړ، درې تنه په غزني او دوه تنه په پکتیکا ولایت کې نیولي او یوه اندازه نشه‌يي توکي ېې ترې لاسته راوړي دي.
همداراز د نیمروز امنیې قومندانۍ نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کنک ولسوالۍ کې په یوه کرونده کې ۱۷ کیلو ګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.