څلورو ولایتونو کې له اوو خونړیو پېښو مخنیوی شوی

د غزني، زابل، پکتیا او فراه ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د پینځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ او لویې لارې پر مسیر دوه کړۍ ماینونه، د زابل ولایت په اړوند سیمو کې د ملکي خلکو په یوه موټر کې یو کړۍ ماین، د پکتیا ولایت د ګردېز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او همداراز د فراه ولایت د څلورمې ناحيې په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
بلخوا پولیسو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو دوه بستې چاودېدونکي توکي چې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.