ځانګړو ځواکونو ۷ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ تور نیولي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۱:۲۱
f

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او کندهار کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي.

یاد کسان د کابل ښار د ۱۲ ناحیې او د کندهار ښار د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو یو میل تفنګچه او دوه میله چره يي وسلې هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.