پینځو ولایتونو کې د اتو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

د پکتیکا، لوګر، غزني او سرپل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو د اوو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د پکتیکا ولایت د مټاخان، جانيخیلو او خیرکوټ ولسوالیو پر غځېدلې لار درې کړۍ ماینونه؛ د لوګر ولایت د مرکز په هونيسفله او ششکلا سیمو کې دوه کړۍ ماینونه؛ د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او همداراز د سرپل ولایت د مرکز په ګولاييتخته سیمه کې هم یو کړۍ ماین د ترهګریزو بریدونو پهپار ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لهخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
بلخوا پولیسو په پکتیا کې هم یو کس د ماین لېږدونې په تور نیولی دی.
یاد کس غوښتل د موټرسایکل په وسیله یو کړۍ ماین د سیدکرم ولسوالۍ بازار ته د ترورېستي پېښې د ترسراوي په موخه ولېږدوي، چې د پولیسو لهخوا پر وخت کشف او ترلاسه شوی دی.