پکتیکا کې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۳۷
ی

له تېرو دوه ورځو راهیسې امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ په ګلشاه مانده سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو مهم مرکز هم له منځه وړل شوی او همداراز د ترهګرو پنځه عرادې موټرسایکلونه، درې پایې مخابرې، دوه راکټ ګولۍ او دوه میله کلاشینکوفونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ؛ د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په جمجمه سیمه کې دوه ترهګرو ماین خښوونکو غوښتل د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د سړ ک غاړې ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې دواړه ماین خښوونکي وژل شوي دي.