پکتیکا کې د ترهګریزو پېښو یو طرح کوونکی ونیول شو
تېره ورځ د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز ښرنې په اړوند سیمو کې د ترهګریزو پېښو یو طرح کوونکی نیولی دی.
یاد کس د ترهګرو طالبانو د ماین او موټرسایکل بم جوړولو دنده پر غاړه درلوده، چې د لومړۍ حوزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
د یادونې ده چې نوموړي دوه ورځې وړاندې هم د شهیدانو چوک ته څېرمه په موټرسایکل بم چاودنه کې لاس درلود.