پکتیا کې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ په "ازاد خوړ" سیمه کې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو یو تن له درې میله بېلابېلو وسلو سره یو ځای نیولی دی.