پکتیا کې ۷ ترهګر طالبان وژل شوي، ۳ نور نیول شوي او د دې ترورېستي ډلې د نشهيي توکو یوه کارخونه هم له منځه وړل شوې

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په "بورګۍ" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې چې د هوايي ځواکونو ملاتړ یې له ځانه سره درلود، اوه ترهګر طالبان وژل شوي، درې طالبان ژوندي نیول شوي او د دې ترهګرې ډلې د چرسو یوه کارخونه هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
د نشهيي توکو له یادې کارخونې څخه ۱۳۵۰۰ کیلوګرامه خام چرس، ۱۵۰۰ کیلوګرامه بنګدانې، ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېت له ډوله او همداراز درې میله وسلې، یوه پایه مخابره، یو شمېر نظامي مهمات او تجهیزات او د ترهګرو طالبانو درې عرادې موټرسایکلونه هم د ځانګړو پولیسو لاسته ورغلي دي.
ترلاسه شوي نشهيي توکي د عملیاتو په سیمه کې د پولیسو له لوري له منځه وړل شوي دي.