پکتیا کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۵:۵
r


د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ په فېروز خېلو سیمه کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی.
ژغورل شوی کس څه موده وړاندې د ګردېز ښار له اړوند سیمو تښتول شوی و، چې د خلاصون په مقابل کې د پيسو غوښتنه ترې شوې وه.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی چې خپل جرم یې منلی دی.