پولیسو ځواکونو ۱۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي
غزني ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو، ۱۰ تنه د غلا او جعل کارۍ په تړاو له ۶۳ سیټه غلا کړل شویو تلفونو، ۱۴۰ زره افغانۍ نغدې پیسې، ۸۰۰ ډالر او یوه اندازه برقي توکو سره د یاد ولایت په اړونده سیمو کې نیولي.
بل لورته، ۳ تنه د یوې ښځې په ګډون د یوې انجلۍ د تښتولو او اجباري نکاح کولو په تړاو د خوست ولایت په اړونده سیمو کې د پولیسو له لوري نیول شوي چې، له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.