پولیسو په پروان او هرات ولایتونو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۹:۵۳
g

د ملي پولیسو منسوبینو په پروان او هرات ولایتونو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د څلورو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د پروان ولایت د مرکز په اړوند "شاهیان بایان" کلي پر سړک او د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په "قدوس اباد" سیمه کې د هرات – اسلام کلا د لارې پر مسیر د ترهګریزو پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.