پولیسو هغه کس ونیوه چې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر یې شهید کړی و
![1](/sites/default/files/2020-12/130924255_1887881114683110_8129231836332364869_n_0.jpg)
کابل پولیسو د یوه اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر د دندې پر مهال د تفنګچې په وسیله شهید کړی و.
نیول شوی کس هارون نومېږي او د نشه يي توکو پلورونکی دی.
یاد کس له څو مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و او تېره شپه کله چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې منسوبینو غوښتل نوموړی ونیسي، له پولیسو سره تر لنډې نښتې او د لسمې حوزې د ټولي قوماندان تر شهیدولو وروسته د پېښې له سیمې تښتېدلی و، چې نن غرمه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.