پولیسو غزني کې څلور ترهګر طالبان د ماین خښولو پر ‌مهال وژلي

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۴:۲۷


تېره شپه د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غزني ښار د "اسفنده" کلي پر ګڼه‌ګوڼه لار څلور ترهګر طالبان چې د ماین پر ځای پر ځای کولو بوخت وو، تر پېژندنې وروسته وژلي دي.
ترهګر طالبان په هېواد کې د ځان‌مرګو بریدونو او ماین ځای پر ځای کولو له امله د ګڼو ملکي مرګ‌ژوبلو لامل شوي او په تازه پېښه کې تېره ورځ د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین څلور ملکي وګړي شهیدان کړي دي.