پولیسو غزني کې د ترهګرو طالبانو لخوا د دوه ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۹:۱
7

ملي پولیسو په غزني کې د دوه بشکه يي ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کلي کې د ترهګریزو پېښو په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره پولیسو له درنې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په اکاخېل سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اته ملکیان شهیدان شوي او د څلورو نور ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت په وار وار ټینګار کړی، چې په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عامل ترهګر طالبان دي او په قصدي ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ملکي خلک په نښه کوي؛ چې دا یو لوی جنایت دی.