پولیسو شپږ غله، درې قاتلین او درې غیرمسووله وسله وال نیولي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز له اړوند سیمو څخه درې تنه د یوې ښځې د وژنې په تړاو نیولي دي.
همداراز د هرات ولایت له انجیل ولسوالۍ او له ننګرهار څخه دوه غیر مسووله وسله وال له دوه میله کلاشینکوفونو او تفنګچو سره نیول شوي دي.
د ننګرهار او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو پولیسو هم شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه څلور غله د ۸۰ زره ډالرو د غلا په تړاو له ننګرهار او دوه وسله وال غله د لښکرګاه ښار د لومړۍ او دویمې حوزو له اړوند سیمو څخه نیول شوي دي.