په ۹ ولایتونو کې؛ ۲۷ تنه نیول شوي، ۶میله وسله او په لسګونه کیلو ګرامه باروت کشف او ضبط شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۳۷
asdfas

د پولیسو ځواکونو، ۲۷ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد، انساني قاچاق او غیر قانوني وسلو ساتلو په تړاو د تیرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، د هیواد په ۸ ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۸ تنه په جوزجان ولایت کې، ۵ تنه په هلمند، ۳ تنه په غور کې، ۳ تنه په بلخ ولایت کې، ۲ تنه په نیمروز، ۲ تنه په هرات، ۲ تنه په سرپل او یو بل تن په دایکنډي ولایت نیول شوی.
په همدې حال کې، د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو ۵ میله وسلې په سرپل ولایت کې، یو میل په دایکنډي کې او ۳۴ کیلو ګرامه باروت یې په کاپیسا ولایت کې کشف او ضبط کړي.