په ۷ ولایتونو کې؛ څه دپاسه ١٦٠ جريبه کوکنار له منځه وړل شوي او ١٤ تنه نيول شوي هم دي

د کوکنارو د اړولو د لړۍ په دوام دا ځل د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په هلمند ولایت کې ۱۵۲ جریبه او په کندهار ولایت کې ۹ جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړه.
دغه راز پوليسو ۱۰ تنه له کابل او ۴ تنه نور له کونړ، بغلان، غزني او هرات ولايتونو څخه د نشه يي توکو او شرابو د پلور په تور نيولي دي.