په ۷ ولایتونو کې؛ نیږدې ۳۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، د هیواد په ۷ ولایتونو کې له ۲۷۵ جریبه ځمکې څخه زیاته د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
له یاد شمیر څخه، ۱۲۲ جریبه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالی کې، ۱۱۱ جریبه د ننګرهار په سپین غر او ۵ جریبه په دور بابا کې، ۸ جریبه د فاریاب په پښتون کوټ کې، ۴ جریبه د نورستان په نورګرام کې او دوه جریبه د ارزګان په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، د کوکنارو کښتونه اړولي دي