په ۵ ولایتونو کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۲۵
ASDad

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ تنه د قتل، غلا او د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو نیولي دي.

له دغو کسانو څخه نهه غله په هرات ولایت، ۵ تنه د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د قتل په تړاو، ۳ تنه غله په فراه، یو تن له یوه کلاشینکوف او نظامي جامو سره د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو په سرپل، او یو بل غل په فاریاب ولایت کې نیول شوی دی.