په ۵ ولایتونو کې؛ ٢٤ تنه دجنايي جرمونو په تړاو ونيول شول.
د امنيتي پولیسو په یو شمېر بېلابېلو عملیاتو کې په هلمند، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو کې ۲۴ تنه د قتل او غلا په تړاو نیولي دي.
له دې جملې څخه ۱۰ تنه په هلمند، ۴ تنه له کندهار، ۳ تنه له نیمروز او ۲ تنه په هرات ولایت کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.
دغه راز امنيتي پولیسو په کندز ولايت کې هم پنځه تنه د وژنې په تړاو ونيول .