په ۱۱ ولایتونو کې ۴۲ تنه د مختلفو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ راهیسې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې ۴۲ تنه د غلاوو، قاچاق، د اسنادو د جعل، جوارګرۍ، ځورونې او د الوتونکو د غیر قانوني ښکار په تړاو نیولي دي.
له منځه يې، ۱۰ تنه په سمنګان، اته تنه په فاریاب، څلور تنه په هلمند، څلور تنه په پکتیا، څلور تنه په نیمروز، پنځه تنه په هرات، دوه تنه په غزني، دوه تنه په پکتیکا او درې تنه نور په غور، کونړ او بادغیس ولایتونو کې نیول شوي دي.