په کندهار ولایت کې د اور د پراخېدو مخنیوی وشو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۵۷
asdsaf

د کندهار امنیه قومندانۍ د اور وژنې پولیسو په کندهار ښار کې د دویمې حوزې اړوند د توشک جوړولو په یوه شرکت کې د برېښنا د شارټۍ له امله د رامنځته شوي اور د پراخېدو مخنیوی کړی او پر وخت سیمې ته رسیدلي دي.
پولیسو د اور له رامنځته کېدو وروسته بېړنۍ اقدام وکړ، چې په پایله کې د شاوخوا  ۱۵۰ میلیونه افغانیو مالي ځان مخنیوی شوی او نږدې ۲۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.