په کابل ولایت کې ۱۷۲ تنه روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ور وپېژندل شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو جلا اقداماتو په ترڅ کې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۲ تنه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندلي دي.