په کابل او ننګرهار ولایتونو کې ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکي او ۲۴۰۰ د نشهيي ګولیو ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه له ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکو سره او یو بل کس د کابل ښار په یوولسمې ناحیې کې له ۲۴۰۰ نشهيي ټابلیټونو سره نیولي دي.
نیول شوي کسان له اړوندو دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.