په پکتیا کې۱۷ میله ناقانونه تومانچې  کشف او ونیول شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۳۶
xcxzcvzxvc

د پکتـیا امنیې قومندانۍ د ډنډه پټان ولسـوالۍ امنیـتي ځواکونو د یو کشفي راپور پر بنسټ ۱۷ میله بېلا بېلې تومانچې هغه مهال کشف او ونیولې، چې له پاکستان څخه د افغانستان لور ته په غیرقانوني ډول قاچاق کېدلې.
د عملیاتو پر مهال قاچاقبرانو له سیمې د تېښتې هڅه کړې، چې لا هم د امنیتي ځواکونو تر جدي پلټـنې لاندې دي، تر څو ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.