په پنځو ولایتونو کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۵
asdfas

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۴ تنه د غلا، د وسلو د ناقانونه لېږد او د ځنګلونو د پرېکولو په تړاو نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څخه ۶ تنه د ځنګلونو د پرې‌کولو په تړاو د ننګرهار د خوګیاڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې، ۳ تنه وسله‌وال غله د فراه په فراه‌رود ولسوالۍ کې، ۲ تنه غله په جوزجان، ۲ تنه د ناقانونه وسلو د ساتنې او لېږد په تړاو په لغمان او یو تن په نیمروز کې د غلا په تړاو نیول شوی دی.