په هلمند کې د غلا په تړاو اته تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۲:۱۰
sdfgsfdg

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو اته تنه د غلا په تړاو نیولي دي. له نیول شویو کسانو سره څلور عرادې موټرسایکلونه، درې سېټه مبایلونه او څلور سره څاروي، چې د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې غلا شوي وو، هم ترلاسه شوي دي.

نیول شوي کسان به د شرطې ځواکونو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.