په هرات کې ۲۶ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د خپلو هدفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ کیلوګرامه تریاک چې په یو موټر کې په مهارت ځای پرځای شوي وو د دې ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.