په هرات ولایت کې (۶) تنه طالب ترهګر وژل شوي او (۳) تنه نور یې ټپیان شوي.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۷:۷
1

د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو د ګډو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ په اړونده سیمو کې یې ترسره کړي، (۶) تنه طالب ترهګر وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.
په دغه عملیاتو کې د وژل شوو او ټپي شوو طالب ترهګرو سربېره د دوئ د جنګي وسایلو او تجهیزاتو یو پټنځای هم د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو له لورې لمنځه وړل شوی.