په هرات او بغلان کې د بې جوازه وسلو او د موټرونو د تورو شیشو د پاکولو لړۍ

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۲۶
sdfgsfdg

د بغلان ولایت د ډایاک امریت ځواکونو په یاد ولایت کې له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د تالاشۍ د ګرځنده ځایونو په رامنځته کولو سره د پلخمري ښار د معدن پل په سیمه کې د وسایطو د تورو او خړو شیشو د پاکولو لړۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې د لسو موټرونو تورې شیشې بېرته سپینې کړي دي.

همداراز د هرات امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري د بې جوازه وسلو او د تورو شیشو لرونکو موټرونو د تګ راتګ د مخنیوي لړۍ په جدي ډول دوام لري.

د هرات امنیې قوماندانۍ د ډایاک مرستیال قاري احسان الله وايي چې، امنیتي ځواکونه د دې لړۍ په بهیر کې د شرطې د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره بې جوازه وسلې راټولې کړي او د تورو شیشو له هغو وسایطو سره چې د مقرراتو خلاف په هرات ښار کې تګ‌راتګ کوي، قانوني چلند کوي.