په ننګرهار کې د ۱۶۸ وسایطو تورې شیشې سپینې کړل شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۳۰
asdfasf

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ منسوبینو د ښاري نظم د ټینګښت او د ناقانونه او شکمنو فعالیتونو د مخنیوي په موخه له څه مودې راهیسې د وسایطو د تورو ښیښو د سپينولو کمپاین پیل کړی، چې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې یې د ۱۶۸ موټرونو تورې شیشې سپینې کړي دي.

پولیس ځواکونه د هېوادوالو د عامه نظم لپاره خپلې دندې  ترسره کوي او هیچا ته د عامه امن او نظم د ګډوډولو اجازه نه ورکوي.