په میدان وردګ او ننګرهار کې ۱۰۲۰ تنه پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۵۸
شسیشب

د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیزو مرکزونو څخه په میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۲۰ تنه مجاهدین له نظامي، عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول. فارغین د مرکز زون له نهمې او د ختیځ زون له یویشتمې دورې سره تړاو لري.

د فراغت په مراسمو کې مسؤلینو، علماوو او چارواکو ګډون کړی و او له نوو فارغ شویو پولیسو یې وغوښتل چې د ولس سره ښه چلند، د عامه نظم ټینګښت، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او د مسئولیتونو صادقانه ادا کول خپل لومړیتوب وګرځوي.

فارغینو ژمنه وکړه چې ترلاسه شوې زده کړې به د امن، ثبات او د اسلامي نظام د خدمت لپاره کاروي.
 د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو په خپلو خبرو کې دا بهیر د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا او د مسؤلو مجاهدینو د چمتو کولو په لور مهم ګام وباله.