په لوګر ولایت کې لس تنه د ځمکو لوی غاصبین چي دولتي او د عامو خلکو ځمکې یې غصب کړې وې، ونيول شول.
د لوګر ولايت د مرکز اړوند لس تنه هر يو:
۱- ميرزاآغا د پلارنوم نور آغا
۲- ګل محمد د پلارنوم عطا محمد
۳- سردار ولي د پلارنوم خان سيد
۴ حاجي محمد د پلارنوم خان
۵ بريالی د پلار نوم محمد نعيم
۶ ګل زاده د پلارنوم حاجي غمی
۷ فقير محمد د پلارنوم خان
۸ نورآغا د پلارنوم عبدالستار
۹ احسان الله د پلارنوم داود شاه
۱۰ او ذولفقار د پلارنوم حاجي کريم، د پولیسو لخوا ونیول شول.
د نيول شويو کسانو دوسيې ترتيب او رسماً څارنوالۍ ته سپارل شوې.