په لغمان او غور ولایتونو کې سلګونه کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۴:۱۴
سیبلسیل

د غور ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو، ۶۰۰ زره افغانۍ په نغدي ډول ۱۳۶ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته ووېشلې چې د موظفې کمېټې لخوا مستحق ګڼل شوي وو.
بل لورته، په لغمان ولایت کې ۶۰۰ زره افغانۍ په هغو ۲۰۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ووېشل شوې چې له مخکې د موظفې کمېټې لخوا مستحق ګڼل شوې وې.
د ویلو وړ ده چې، د نشه یي توکو سره د مبارزې شرطه، د فقر سره د مبارزې په موخه له ټولو اړمنو کورنیو سره هره میاشت نغدي او د خوراکي توکو مرسته کوي.