په سمنګان کې درنې وسلې او مهمات کشف شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۲۶
fgsg

د سمنګان ولایت امنیې قوماندانۍ د ترورېزم ضد پولیسو د ایبک ښار اړوند سیمو کې د ځانګړو پلټنو پر مهال یو میل ۸۲ توپ، یو میل هاوان، یو میل دهشکه، یو میل بیم‌یک او سلګونه د درنو وسلو مرمۍ نیولي دي.

یاد عملیات د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.