په زابل کې په میزانه ولسوالۍ کې یوه ودانۍ او جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د امنیه قوماندانۍ لپاره یوه ودانۍ او جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د پرانیستې په مراسمو کې د زابل امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي، د میزانه ولسوال او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د درېیو اداري خونو، دوو تشنابونو، هال او پخلنځي په ګډون د یو میلیون افغانیو په لګښت امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت له مخې جوړه شوې او جامع جومات د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست د ځانګړې بودیجې په درې میلیونه افغانیو جوړ شوی، چې په یو وخت کې د ۲۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. همداراز، د زابل په پنځو نورو ولسوالیو کې د ورته ودانیو د جوړولو چارې هم روانې دي.