په دریو ولایتونو کې سل ګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي او د الکولي مشروباتو کارخونه کشف او ضبط شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۳۰۹ کیلو ګرامه نشه یي توکي، په کندز ولایت کې، ۱۸۶ کیلو ګرامه نشه یي توکي په هلمند کې او د نشه یي توکو یوه کارخونه د سلګونه لیټره الکولي څښاک او تخمر شویو ممیزو سره په جوزجان ولایت کې د بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کشف او ضبط شوي دي.
د یادو پېښو په تړاو ۵ تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.