په دریو ولایتونو کې ؛ سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي
د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۵۵ جریبه ځمکه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالی کې او په لسګونه جریبه ځمکه د پروان په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري په کابل کې نیول شوي.