په خوست کې د پنځو موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې تنه ونیول شول
د خوست ولایت د نادرشاهکوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو غل د پنځو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولی دی.
یاد کس د نادرشاهکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پنځه موټرسایکلونه غلا کړي وو. د نوموړي له نیول کېدو وروسته، دوه نور کسان هم ونیول شول چې غلا شوي موټرسایکلونه یې ترې په ټیټه بیه پېرل.
د یادونې وړ ده چې ټول غلا شوي موټرسایکلونه بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.