په ترهګرو، زورواکو او مجرمینو باید هېڅ راز رحم ونه شي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۵۵
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پولیسو حوزو له امرینو، د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو او د امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو برخو له مسوولینو سره وکتل او د دوی د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ یې ځینې اړینې لارښوونې او سپارښتنې ورته وکړې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د قانون د پلي کولو، د عامه امن او نظم د ټینګښت، له خلکو سره د غوره چلند، د ولسي منابعو پیدا کولو، له ترهګرۍ او جرمونو سره د چټکې مبارزې او نورو بېلابېلو برخو کې جدي هدایات ورکړل.
ښاغلي حیات مسوولینو ته په ټینګار سره سپارښتنه وکړه چې په ترهګرو، مجرمینو، زورواکو او قانون ماتونکو هېڅ راز رحم ونه کړي او په کلکه یې وځپي.